top of page

د جلان صیب فیسبوک پته لاندې کلیک وکړئ

2015-7-1    :تاریخ

سیدجیلاني جلان د منګل زوی د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو خیرمینې په کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخیلو په ټبر کې په یوه غریبه او دینداره کورنۍ کې دنیا ته سترګې پرانستي دي. تر ۱۲ ټولګي زده کړې یې د لرې پښتون خوا په کرم ایجنسې کې ترسره کړیدي او لوړې زده کړې یې دکابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ادبیاتو د پښتو څانګه کې کړي یانې له همدې پوهنتون څخه یې په ۱۳۹۳ کې د لیسانس سند تر لاسه کړ.

جلان کابو۱۲ کاله کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځا ځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده. چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوالان روزلي دي او ګڼ شمیر کتابونه او مجلې یې خپرې کړي او سلګونه غونډې جوړې کړي دې.

جلان دوه شعري ټولګې لري چې لومړي شعري ټولګه یې (دګلپاڼو اتڼ) په ۱۳۸۶کال چاپ شوه او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال نوموړې شعري ټولګه ددوهم ځل لپاره چاپ شوه , او په ۱۳۹۰ کال کې د (هېندارو دره) دویمه شعري ټولګه چې کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ښکلی کاغذ ،ښه ډیزاین او په ښه صحافت له چاپ راووته . چې د هنر د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.

ددې تر څنګ د جلان ډير شعرونه د هیواد خوږژبي سندرغاړې جاوید امیرخیل په خپل غږ کې ویلي چې د هیوادوالو د خوښې وړ ګرځیدلي دي. جلان د مطبوعاتو په برخه کې کابو له ۱۰ کالو راهسي کار کوي لومړی مطبوعاتي کار یې په کابل کې له شمشاد تلویزیون سره د ژبې د ایډیټر، د خپرونو د پروډیوسر او ویاند په حیث پیل کړ, اوله یو کال کار وروسته یې له شمشاد سره کار پريښوده د غزني ولایت د فرهنګي چارو مشاور او غزني راډيو تلویزیون کې د مشاور ، پروډیوسر او ویاند په حیث یې یو کال دنده ترسره کړه .

له هغې وروسته یې په کابل کې د صبا خپرندویه موسسې سره کار پیل کړو چې د نوا راډیو د ادبي خپرونو مسولیت یې په غاړه درلوده او دژبې او سکریپټ ایډیټ یې هم کاوه. له درې کاله دندې وروسته یې په کابل کې له ژوند راډيو تلویزیون سره د ژوندون راډیو دمسول او په تلویزیون کې د ادبي خپرونو دمسول په توګه ۱۵میاشتې کار وکړو او اوس مهال دمخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د اترا ادارې د مطبوعاتو د برخې مسول دي او تر څنګ یې دسبا تلویزیون او د نوا راډیو د ادبي خپرونو مسول هم دی او ددې ترڅنګ یې په ګڼ شمیر ورځپاڼو او مجلو کې کار کړی .

جلان په کابل کې د افغان ادبي بهیر او د رشاد ادبي کره کتنې فعال غړی دی او یو کال په کابل کې د قلم نړیوالې ټولنې غړی هم پاتې شوی.

د جلان د ګلپاڼو اتڼ کتاب په ۱۳۸۷ کال کې د افغانستان د کارپوهانو نړیوالې ټولنې لخوا په افغاني ادبیاتو کې یو ابتکاري کتاب او یو نوښتګر شاعر په حیث نړیواله جایزه واخیسته  او همدارنګه   د ژوند ګروپ لخوا   ښاغلي جلان ته  د ۲۰۱۵ کال د افغانستان د غوره شاعر په حیث   د سرو زرو مډال او ستاینلیک ورکړل شو،او د روان کال ( ۱۰غويي ۱۳۹۴ ) د قلم نړیوالې ټولنې ( جلان دمینې او ښکلا شاعر) تر سرلیک لاندې د جلان نمانځغونډه جوړه کړی چې د دولسو بیلا بیلو تنظیمونو ، ادبي او مدني ټولنو ، جرګو ، ورځپاڼو او انستیتونو لکه  (ګویټه انستیتوت ، افغان ځواک رسنیز مرکز، لوی افغانستان اونیزه ، د ملي ارمانونو فرهنګي ټولنه ، د افغان ښځو د لاسنیوي او پرمختګ ټولنه ، پښتو کاروان او د ژباړې مرکز، زیار اونیزه ، افغان ملي غورځنګ ، دځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه ، زیار مدني ټولنه ، پکتیا میډیا سنټر او لوی افغان ولسي خوځښت) لخوا په یو ځل ۱۲ ستینلکیونه (تقدیرنامې) او اغزار پګړۍ ورپسر کړل شوې.

(  ۸غبرګولی ۱۳۹۴ – پښتونړیواله ورځ – کابل پوهنتون )  د کابل پوهنتون لخوا  د ښه شاعر په حیث  تقدیرنامه ورکړل شوه.

 

 

 جلان د شعر ترڅنګ لنډې کیسې ، ادبي څیړنې ،مقالې هم لیکي ، په ټولنیزو رسنیو کې انتقادي لیکنې او  د ادب په بیلا بیلو برخو کې لاس لري,

نوموړی ۲ کتابونه دشاعري او یو کتاب د لنډو کیسو ناچاپ لري او اوس هم شاعري او لیکوالي کوي

 

bottom of page