د الحاج ډګروال وزير محمد روغ لېوني
لنډ ژوند ليک:
الحاج ډګروال وزير محمد روغ لېونى د خواجه محمد خان زوى چې ١٣٢٥ هـ ش کال کې د خوست ولايت د لکڼو د بابرو کلي په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې د لکڼو ښوونځۍ ثانوي زده کړې يې د کابل ولايت د ابن سينا لېسه کې سرته رسولې دي. مسلکي لوړې زده کړې يې په هوايي پوهنځي کې او بېا وروسته د کابل پوهنتون د ادبېاتو پوهنځي کې تر سره کړې دي. د پښتو ژبې د ماسټري درجې تدريسي پروګرام يې هم په همدې پوهنځي کې پر مخ بېولى دى.
ډګروال روغ لېونى اصلاً د هوايي قواوو افسر دى د هوايي قواوو په قطعاتو کې او د کورنيو چارو وزارت په مختلفو څانګو کې يې د قدر وړ خدمتونه کړي دي له وړکتوب څخه په ښو اخلاقو مشهور او په امانت دارۍ کې کلک سړى دى.
ډګروال روغ لېونى له هیواد او خلکو سره ډېره مينه لري. د خاورېن نرم مزاج څښتن دى. پراخه سړه سينه لري. زړه سوانده دى. عادتونه يې طبعي خصلت دى. د وخت د بدلونونو سره د خپل ګران هیواد په غم او وير چغيدلى دى او د ټولنيز ژوند ستونزې يې د شعر په ژبه هيودالو ته وړاندې کړې دي. تر نن ورځې پورې يې د شعر لړۍ جاري ساتلې ده چاپ شوي اثار يې په لاندې ډول دي :
ګڼه د اثر نوم د چاپ کال
1. اورونه او ګلونه ١٣٦٨ هـ ش
2. زخمونه ملهمونه ١٣٧٨ هـ ش
3. پاکه مينه ١٣٧٨ هـ ش
4. د مينې خيالونه ١٣٧٩ هـ ش
5. سپېڅلې ولولې ١٣٧٩ هـ ش
6. نيمګړې هيلې ١٣٧٩ هـ ش
7. وختونه بدلونونه ١٣٨٠ هـ ش
8. کليوالي سندرې ١٣٨٠ هـ ش
9. ستړى ژوند ١٣٨٠ هـ ش
10. د انتظار هيلې ١٣٨١ هـ ش
11. د وياړ شملې ١٣٨١ هـ ش
12. د مينې ډېوې ١٣٨٢ هـ ش
13. د مينې شور ١٣٨٣ هـ ش
14. زوړلستوڼى ١٣٨٤ هـ ش
15. سپينې مرغلرې ١٣٨٥ هـ ش
16. د مينې جذبې ١٣٨٦ هـ ش
17. د وطن مينه ١٣٨٨ هـ ش
18. مات قلم ١٣٨٩ هـ ش
19. ماته بېړۍ ١٣٩٠ هـ ش
20. وطني احساس ١٣٩١ هـ ش
21. د ژوند خوندونه او غمونه ١٣٩٢ هـ ش
٢٢ ولسي بهير. ١٣٩٣هـ ش
پاتې دې نه وي چې بله شعري ټولګه يې هم چاپ ته تياره ده.
