top of page

نوم: ساجد بهار

 پلارنوم: حاجي ولي جان ګوربز

 زیږیدنې ځای: خیبر پښتونخوا کرم ایجنسي صده

 فعلي او اصلي استوګنه: خوست ګوربز ولسوالي

 زده کړې: ننګرهار پوهنتون ادبیاتو پوهنځی هندي څانګه او اوس مهال خوست پوهنتون ادبیاتو پوهنځی اردو څانګې د وروستي کال محصل یم د تیرو یولسو کالو را په دیخو ا شاعري کوم، شپږ کاله کیږي نثر لیکم، د درو کالو را په دبخوا ژباړې کوم دوه شعري ناچاپ مجموعې لرم، یوه د لنډو کیسو او یوه د ادبي ټوټو ټولګې ناچاپ، ګڼ شمېر کره کتنیزې او ادبي لیکنې لرم چې مهمو مجلو او سایټونو کې خپرې شوې د ژباړې په برخه کې مې د مشهورو لیکوالو او شاعرانو ادبي ټوکې ټکالې خوښي اوهم مې د حاضر جوابي په نامه یو کتاب په دې وروستیو کې وژباړه، اوس مهال مې د تنقید په نامه یوه کتاب ژباړه نیمایي ته رسولي ده او یو خپل تحصیلي مونوګراف لرم چې د اردو شاعر احمد فراز په شاعرۍ راڅرخي.

لویه هیله مې دا ده چې له فراغت وروسته په خپل پوهنځي کې استادی دنده ترسره کړم

د بهار صیب د فیسبوک تړونی

2015-7-1    :تاریخ

bottom of page