د ښاد صیب د فیسبوک تړونی

2015-7-2 :تاریخ
د نورالله ښاد لنډه پېژندنه
نورالله ښاد د حاجي مدیر زوی د خوست ولایت د اسماعیلخېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ورزې کلي اوسیدونکی دی.
نوموړي په کال ۱۳۶۵ ل، ل د مهاجرت پر مهال د خیبرپښتونخوا، هنګو ولسوالۍ په کاهي نومه سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي.
ومړی او دویم ټولګي یې همالته دمهاجرت پرمهال د کاهي د مهاجرو په یو ښوونځي کې ویلي دي،د لومړنۍ دورې څلور پاتې ټولګې یې د خپل کلي ورزې لیسه کې ویلي.اووم ټولکې یې دخوست په الفتح لیسه کې ویلی او پاتې ټولې منځنۍ او ثانوي زده کړې یې څړبن عالي لیسه کې ترسره کړې دي. ۱۳۸۴ لمریز کال و چې له څړبن عالي لیسې فارغ شو.
په ۱۳۸۵ل، ل کې کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بریالی او په ۱۳۸۸ ل، ل کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ.
په ۱۳۸۹ل، ل کې یې د پېښور پوهنتون، پښتو څانګه کې د ماسټرۍ داخله واخیسته چې ماسټري یې هم ۱۳۹۱ل، ل کې بشپړه کړه.
نورالله ښاد په۱۳۹۲ کې د خوست، شیخ زاید پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګه کې د استادۍ پر سپېڅلې دنده ګومارل شوی چې دا اوس اوس هم، همدا دنده پر مخ وړي.