ژوندښکلی دی !
استادمشفق اصولي
د(ژوندښکلی دی )پديدې په اوريدو ډيری روشنفکره ,ځوانان,سپين ګيري,دعصري او ديني علومو عالمان په سوچ کې,داسې څه راګرځي ,چې که ژوندښکلی دى ?نو ولې په موږ دغه ژوند په تيرېدو دی?ان تر دې چې بوډاکيږو! ولې موږ فوت کيږو?دژوندمانا څه ده?ژوندڅه دی?دښکلي ژوندمعيارڅه دی?
يادو پوښتنو ته هغه خلک ,چې دژوند په مانا او اهميت پوهيږي,ژوند ورته ارزښت لري,په ځواب کې داسې وايي:
ژوند مينه ده او د ژوند پديده دمينې له پديدې څخه پيدا شوې ده,داچې څوک يې په څه ډول تېروي? دا ددوی خپل ذاتي برخورد دی.
خو دژوند فلسفه ښکلې ده,که ددې فلسفې په کامله مانا,صميميت اورښتينوالۍ څوک پوهه شول?دا به ايجاب نه کړي,څو دغه مرحله او فلسفه غير له تجربواولاس ته راوړنو تېره کړي.
فلسفه مانا دا ,چې زه څه يم?دی څه دی?دڅه لپاره پيدا يو?ولې ژوند کوو?هدف مو څه دی?
دلته که موږ ووايو:چې ژوند ښکلی نه دی!نو بيا موږ ژوندي موجودات اوژوند،الله ج ولې پيداکول?
حتمي ده چې الله (ج)خپل مخلوقات د عبادت اودژوندتېرولو لپاره پيداکړي دي.
پوهندوی سيد حسام مل په خپله يوه مقاله کې ليکي :(ژوند دماورای طبيعت يا دقدرت مطلقه او ارادې په وجهه دځمکې په سراومخ شروع شوی، دی ليکي چې دغه نظريه داکثرو مذاهبو اوکلتوري ټولنو له خوا منل شوې اوپه عقيدتي ډول له يو نسل څخه،نورو نسلونو ته انتقال موندلی دی او هم نوموړې ټولنه په همدې باور مندۍ دځمکې په سر ژوند کړی او لا يې کوي).
بيا بل ځای کې داسې نظر موجود دی:دژوند د پديدې څيړونکي په دې عقيده دي ,چې ژوندلومړی په نورو طبقو کې پيل شوی دی اودوخت په تېرېدو سره بيا دځمکې کرې ته راليږدېدلی دی,خودغه نظريه بيا اکثرو مذاهبواو کلتوري ټولنو نه ده تاييد کړې.
دديني اوعصري علومو عالمانو دژوندپه باره کې ډېراوبېلا,بېل ځوابونه ويلي اوپه څنګ کې يې پوښتنې هم ورسره را ولاړې کړې دي :ژوند څه هدف لري?موږ څوک يو?ولې موږ دلته يو?ژوند څه ګټه لري?
يادو پوښتنو ته اپلاتون په څو نقطو کې داسې څرګندوي:ژوند د زده کړې لپاره دی,هرانسان بايد د زده کړې وروستي پړاو ته ځان ورسوي اوپه ټولنه کې ترټولو ښه واوسيږي.
که څوک دلته داپلاتون ديوې جملې سره داپوښتنه را ولاړه کړي,چې (په ټولنه کې ترټولو ښه اوسيدل) په څه مانا?
زماپه نظرپه ټولنه کې دښه ژوند تېرولو مانا به دا وي:هېڅ بل انسان غير له کوم شرعي اوعدم مسووليت پرته ضرري نه وي,ظلم پرې نه وي شوی,دانسان کرامت ته په سپکه سترګه نه وي کتل شوي,هربل وجود ته مو,دبل وجود نه وي ويلی;نو حتمي ده چې ددې په عملي کولو به دهر انسان ژوند ښکلی وي,په ټولنه کې به ښه او روښانه اوسيدلی وي.
(دژوند ښکلی دی)پديدې څيړنه اوپه هغې کې پلټنه په خپله ټولنيزه پوهه او علم دي, داچې په ژوند مو پلټنه وکړه اويو داسې څه مو ټولنې ته رابرسېره کړل,چې هغه ټولنې او خلکو ته مفيد تمام شول,نو ته خپله څيړونکی او عالم شوې,داچې ته عالم شوې,نوپه څنګ کې ستا ژوند ورسره ښکلی شو,ولې ښکلی شو?ځکه په دې لاره کې دې داسې چاته دښکلي روحيه او درس ورکړل,چې هغه دژوند په مانا او ارزښت نه پوهيدل,په ټولنه کې دې د قلم ترچتر لاندې شاګردان پيدا شول اوهغه دې دژوند په اهميت ,ماهيت اوښکلا وپوهول.
ژوند انسانيت دی اودانسان کلمه دعربي ژبې له انس څخه مشتاق شوې ده او انس په خپل ذات کې دمينې مانا افاده کوي,داچې انسانان يو تربله سره مينه تبادله کوي,نو حتمي ده,چې مينه ښکلې ده ,مينه چې ښکلې شوه,انسان ښکلی شو,انسان چې ښکلی شو,ژوند ښکلی شو.
زما ددې مقالې په لوستلو به هرو,مرو ځينې لوستونکي دا و انګيري,چې زما ژوندښه نه دی ,ان بدرنګ دی.
دبدرنګ او بد مفکوره دا مانا نه شوه,چې ژوند ښکلی نه دی;بلکې ياده مفکوره په غلط تعبير سره انګيرل شوې ده;
ځکه د ژوند فلسفه او پديده په خپل ذات کې ښکلې ده,خو حالاتو,دځينوانسانانوله خوا ژوندبې اهميته ګڼل,دژوندپه ماهيت اوښه تېرولو په مانا نه پوهيدلو دا مفکوره راپيدا کړې ده ,چې زما ژوند بدرنګ دی,انسان په خپله,بل انسان ته ملا تړلې ده,څو دده په ژوند کې بداو نه خوښونکي حالات او تغييرات راولي,نيستي پرې راولي,ويې زوروي,ويې ژړوي,ظلم او تشدد پرې وکړي,نو که دلته فکر وشي د بدرنګ او بد ژوند ټوله پړه په انسان اوښتل کيږي او دې نتيجې ته رسو,چې په خپل ذات کې دژوند پديده او فلسفه ښکلې ده.
دژوند په مانا هغه څوک ښه پوهيدی شي,څوک چې په ټولنه کې ښه اوسيږي,ښه رويه کوي,ښه اخلاق لري,ټولنې ته يې خير رسي او ټولنه بيا ددې عملونو په غبرګون کې دښه,غوره,نيک اوددې تر څنګ دښه او ښکلي ژوند لرونکي انسان لقب ورکوي .
ارستو وايي:(دژوند په اړه فکر کول علم ټولنيز دی ,نه خاص لکه درياضي چې په فرمولونو سره ثابت کيدای شي).
زموږ هدف ټاکل او دغه هدف په خپله د ښکلي ژوند الهام را کولی شي,هغه خلک بريالي وي ,چې دوی په خپل ژوند کې هدف ولري او خپل هدف ته دانساني او روا کړنو كار اخلي.
دژوند دتعريف په هکله مې ډېره پلټنه وکړه,خو کوم مشخص تعريف مې پيدا نه شو کړای ;ځکه دژوند پديده او کلمه په ټولنيزو علومو کې راځي ,نو دژوند تعريف ددې باعث شوی دی,څو هر ليکوال يې دخپلې زاويې تعريف کړي .
زما ليدلوری به د ژوند دتعريف په اړه داسې وي:ژوند دمور او پلار مينه ده ,چې ته اودوی يې دوی ته اوتاته درکوي, ژوند دانسانانوتر منځ مينه ده ,چې دمينې په اساس دانسان ژوندښکلی دی,ژوند ديو طبيعي ګل روزل او هغوی ته په وخت اوبه ,غذايي موادو رسول دي,ژوند طبيعي ښکلا ده اوپه دې ښکلا کې ته خپل ورځني کارونه سرته رسوې,
ژوند سوله ده,دسولې په موجوديت کې انساني ارزښتونو ته په انساني او درنه سترګه کتل کيږي.
هغه انسانان ,چې دژوند په ارزښت,اهميت,ښه تېرولو مانا پوهيږي،ښکلي ژوند ته بېلا,بېل ليدلوري ټاکي:ځيني ښکلي ژوند ته دمور دغيږې نوم ورکوي او ددې په وجود کې له هرې بدې بلا اوډارڅخه په امن کې وي,کارګران يې دخپلو بچيانو لپاره دحلالې نفقې دګټلو لپاره په کاري ورځ کې ويني,شپون يې په شنه,ښکلې ورشو,شپيلۍ غږولو,دمرغيوپه چڼ چغار,ارام اوسولييزه ټولنه اودخپلې رمې په مړولو کې ويني,ښونکی يې دخپلو زده کونکو په ښه تربيه او زده کړه کې ,پاچاه يې دخپل ملک دخلکو په رضايت,سوله,امنيت,ښه اقتصاد او ښې حکومتوالۍ ,درويش اوملنګ يې په خپله ورکړه اوقلنګ ,سوالګری يې دسوال په مقابل کې،دډېرو مادياتوپه ورکړه,ناروغ يې دخپل وجودپه روغتيا,سلامتۍ,ډاکټر يې دډېرو ناروغانو په درلودلو او هغوی ته دشفا ورکولو,بزګر يې په ښه اوحاصل خيزه کرونده کې,ښکاري يې په ښه پرېمانه ښکار کې،ويني .
نو راځئ چې ژوند وکړو; ځکه ژوندښکلی دی!
دژوند فلسفه ښکلې ده!
داصولي صیب د فیسبوک تړونی
2015-7-8 :تاریخ
