top of page

:نجیب الله الوخيېل پېژندنه

نجیب الله الوخېل د عبدالخلیل خان زوی

د ۱۳۵۴ لمریز کال د ثور په اتمه

د خوست ولایت د تریزیو ولسوالۍ په کابل کلي کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي. دا چې پلار يې د اردو افسر وو، نو ماشوماتوب يې د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې تېر شوی، د عبدالحی ګردیزي لیسه يې لوستې او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي دي. نوموړی د ماشومتوب له وخته رسنیو سره اړیکه درلوده او له هماغه وخته يې لیکنې د وړانګې په ګډون په ځینو چاپي رسنیو او غږ يې د ګردیز راډیو نه خپریده. نجیب الله الوخېل د ۱۳۸۲ کال له سپرلي څخه په خوست کې د مزل په نوم خپریدونکې اونیزې کې کار پیل کړ، په پیل کې خبریال، وروسته مرستیال او بیا د اونیزې مسوول مدیر وو. تر هغه وروسته يې د سولې پیغام راډیو سره کار پیل کړ او د راډیو د عمومي پروډيوسر او مرستیال په توګه یې دندې اجراء کړي دي. الوخېل د دې تر څنګ د نننۍ افغانستان مجلې سره هم په سویل ختیز زون کې همکار او د مستربل په نوم د یوې جریدې د امتیاز خاوند او مسوول چلوونکی وو. دی په ۱۳۸۹ کال کې د خوست ټولنیز مرکز میدیوتیک کواردیناتور په توګه وټاکل شو او په یاد مرکز کې يې په رسنیز،ټولنیز، علمي او فرهنګي برخو کې د پام وړ خدمتونه کړي دي. په دې وخت کې دده ستره بریا داوه، چې د خوست ټول پاشلي او غیرمتفقه مدني حرکتونه يې راغونډ او تر یو چتر لاندې يې راټول کړل. الوخېل وروسته د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر وټاکل شو، ده په لږ وخت کې نه یوازې په لوړ معیار ورځپاڼه وچلوله، بلکې د ورځپاڼې د چلولو له پاره يې یو ډېر غښتلی بشري ظرفیت هم وروزه. نوموړی د هغې په تعقیب د دوه کالونو له پاره د پوهنې په ریاست کې د ښوونې او روزنې په برخه کې سلاکار وو. ده په تېره یوه لسیزه کې د یو شمېر لنډ مهالو او اوږدمهالو ټولنیزو او حقوقي زده کړو د پروژو مدیریت هم کړی دی. نجیب الله الوخېل له خواوشا دونیمو کالونو راهیسې د مشال راډيو سره د افغانستان په کچه او د ازادۍ راډيو سره د زون په کچه خبریالي کوي. هغه له دې دواړو رسنیو سره د کار له لارې د خوست په مطرح کولو کې پوره ونډه اخیستې ده او دا مهال د مشال او ازادۍ راډیو په ویب سایټونو کې تر اته سوه ډېره لیکني راپورونه لري، چې د خوست ټولې پرمختیاوې، اړتیاوې او پیښې په کې ښې ځای شوي دي. نجیب الله الوخېل د خپلو غوره خدمتونو له کبله د ماشوماتوب څخه ګڼ دولتي مډالونه او ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي.

د الوخيېل صیب د فیسبوک تړونی

2015-7-1    :تاریخ

bottom of page