پکتيا پوهنتون
د پکتيا پوهنتون د دغه ولايت په پلازمېنه گردېز کې دی. د دې پوهنتون بنسټ په ۲۰۰۴ ز. کال کې ايښودل شوی. د ۲۰۰۹ ز. کال تر مارچ مياشت پورې دغه پوهنتون خپله ودانۍ د ښوونکي د روزنې پوهنځي سره شريکاوه.[1]. خو اوس دا پوهنتون يوه ۳ پوړيزه ودانۍ لري.[2].
هر کال په دې پوهنتون کې نژدې ۱۰۰۰ زده کړيالان په بېلابېلو پوهنځيو کې نومليکنې کوي چې د دغو زده کړيالانو لويه برخه يې نارينه زده کوونکي دي. تر اوسه پورې د پکتيا پوهنتون د کرهڼې او د روزنپوهنې دوه فاکولتې لري. پدغه پوهنتون کې نژدې ۴۵ پروفيسران کار کوي چې د دوی د کار لويه برخه زده کړه ورکول دي.
پکتيا پوهنتون چې د افغانستان له پوهنتونونو څخه يو دى د افغانستان په پکتيا ولايت کې پروت دى ، تر دم گړئ دوه پوهنځي د ښوونې او روزنې او کرنې په نامه لري ،چې پکې شاوخوا ١٢٠٠ زده کړيال په لوړو زده کړو بوخت دي ، د هېواد په کچه محروم پاتې شوى پوهنتون دى، اوس ورته ددې لپاره هڅې روانې دي چې له پېښور څخه ورته اريانا پوهنتون انتقال کړي خو تردې مهال دهغه پوهنتون د را انتقالولو چارې بشپړې شوې نه دي. د پکتيا پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کې د پښتو ژبې او ادب څانگه، د تاريخ او جغرافيې څانگه، د کيميا او بيولوژي څانگه ، د رياضي او فزيک څانگه او د دري څانگه شتون لري چې ددې پوهنځي د ټولو زده کوونکو شمېر په ١٣٨٩ ل کال کې شاوخوا ٥١٥ کسان و، چې له دې څخه ٢١٣ زده کړيال يوازې پښتو ژبې او ادب څانگه لري تېر کال چې په ښوونې او روزنې پوهنځي کې پښتو څانگه نوې منځ ته راغلې و، يوازې يې ٦ فارغ زده کړيال درلودل، سږ کال ١١ کسان لري او راتلونکى ١٣٩٠ کال به ددې پوهنتون پښتو څانگه ٣٢ زده کړيال ټولنې ته تقديم کړي.