top of page

کندهار پوهنتون

 

د کندهار پوهنتون لنډه پېژندنه:

كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ل. = ۱۹۹۰ل.) كال د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي- فرهنګي مركز كندهار كي، د لوړو زده كړو وزارت له خوا تاسيس سو او د هيواد د لويو پوهنتونو په كتار كي ولاړ دئ، چي د هيواد د ټولو ولايتونوڅخه تر (۶۰۰۰) زيات محصلين او څه د پاسه د (۲۰) ولايتونو څخه (۱۶۷) استادان پكښي په زدكړه  او ښوونه لګيا دي. چي  په ترتيب سره د كرهڼي پوهنځي (۱۳۶۹ل.)، طب پوهنځي (۱۳۷۲ل.)، انجينېري پوهنځي (۱۳۷۹ل.)، ښووني او روزني پوهنځي (۱۳۸۲ل.)، شرعياتو پوهنځي (۱۳۸۸ل.)، اقتصاد پوهنځي (۱۳۸۹ل.) او ژورناليزم پوهنځي (۱۳۹۱ل.)، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي(۱۳۹۲ل.)، عامه ادارې پوهنځي (۱۳۹۲ل.)، کمپيوتر ساينس پوهنځي (۱۳۹۳ل.) او د ژبو او ادبياتو پوهنځي(۱۳۹۳ل.) کال کي تاسيس او فعاله دي.

د پوهنتون له تاسيس   څخه تر اوسه پوري ئې  د هيواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په  خورا سختو  امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل كار ته  دوام  ورکړى دئ او تر اوسه پوري ئې د مختلفو پوهنځيو ( طب، انجنېري، کرهڼي او ښووني او روزني )  څخه  په مختلفو  برخو كي فارغين وركړي دي .

کندهار پوهنتون د جنوب لويديځ زون په سطحه د ټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو د مؤسسو د څارني مرکز   دئ. او همدارنګه ئې په (١٣٨٧ل.) کال کي لومړى فليال (څانګه)  په هلمند کي، د کرهڼي پوهنځي پرانستل  او په (١٣٩١ل.) كال  کي  ئې دوهم فليال  په  روزګان  ولايت كي، د ښووني او روزني پوهنځي  پرانستل .

کندهار پوهنتون تر (١٣٨٣ل.) کال پوري د خپلو تدريسي، اداري او ليلې دچارو د پر مخ بيولو له پاره ځانګړى ملکيت يا مځكه  نه درلوده او د کندهار ولايت مقام  په مرسته ئې، د کندهار ښار په مختلفو دولتي ودانيو کي خپلي تدريسي چاري پر مخ وړلې، تر څو چي  په (۱۳۸۳ ل.) کال کي ئې اوسنۍ ساحې ته، چي د کندهار ښار په شمالي خوا، نهمه ناحيه کي د لويي ويالې پر غاړه  موقعيت لري، را انتقال سو .

اوس مهال کندهار پوهنتون، د افغانستان د کرهڼي، مالدارۍ او تكنالوژۍ د ملي  پوهنتون ترڅنګ، کرهڼيز فارم، کادري روغتون او د عينو مېني د مځکي په شمول ټوله ( ١٣٨٨) هکتاره ملکيت لري.

کندهار پوهنتون کرهڼيز فارم، کادري روغتون، مجهز مرکزي لابراتوار،  عمومي کتابتون، د پوهنځيو او څانګو(ډيپارټيمينټونو) مسلکي کتابتونونه، د هوا پېژندني، کارموندني، معلوماتي تكنالوژۍ او انګليسي ژبې د زده کړي مرکزونه لري .

د يادوني وړ ده چي د کارموندني مرکز (Career Center) د لومړي ځل له پاره د هېواد په سطحه، د کندهار پوهنتون په نوښت، د امريکا د متحده ايالاتو په مالي مرسته جوړ سو. تر څو د پوهنتون د فارغو او برحاله محصلينو سره  د کار په موندلو، كاري ظرفيتونو او مسلكي مهارتونو په لوړولو كي مرسته وكړي او په دې برخه كي ئې په ډېره لږه موده كي ډېري لاسته راوړني لري.

کندهار پوهنتون، د افغانستان د ملي پوهنتونو له جلمې څخه دئ، چي  د هيواد، د (٣٤) ولاياتو محصلين  او  د (٢٧) ولاياتو څخه  استادان او اداري مامورين لري.

كندهار پوهنتون د هيواد په سطحه د لويو دولتي پوهنتونونو او  په نړيواله سطحه د معتبرو  پوهنتونو سره عملي او تخنيكي اړيكي لري . لكه :

د آسيايي تكنالوژۍ انستيوت (AIT) او ماهيدول پوهنتون – تايلينډ، مالايا پوهنتون- مالېزيا، ګلف پوهنتون – كاناډا،  پوردو پوهنتون او بال سټېټ پوهنتون – د امريكا متحده آيالات، هانګ دانګ پوهنتون -  جنوبي كوريا، د بُوخم پوهنتون او د برلين تخنيكي پوهنتون – جرمني او  د سيستان – بلوچستان پوهنتون او زابل پوهنتون – ايران . د دې تر څنګ د نورو مرستندويو ادارو، لكه  :

نړیوال بانګ، په افغانستان كي د امريكا د متحده آيالاتو سفارت، سيډا (CIDA)، د امريكا د متحده آيالاتو مرستندويه اداره (USAID)، (GIZ)، (DAAD) او نورو سره هم اړيكي لري.

کندهار پوهنتون په خپل تشكيل كي تر اوسه پوري (۱۱ )پوهنځي لري، چي د دغو پوهنځيو څخه د ښووني او رزوني، كرهڼي او شرعياتو پوهنځيو كي د شپې څانګي هم فعالي دي

bottom of page