top of page

ننگرهار پوهنتون

ننګرهار پوهنتون د ملي او نړيوالو شرايطو له مخې د هيواد د دويم پوهنتون په حيث د لوړوزده کړو وزارت له خواپه کال ۱۳۴۲ يا 1963 ميلادي کې تاسيس شو. په لومړي سر کې ددې پوهنتون یواځې د طب پوهنځي په توګه منځ ته راغی. دا پوهنتون د ننگرهار ولايت، جلال آباد څخه بهر د سره رود درونټی کلي ته څېرمه رغول شوی.[1] ددې پوهنتون په یوولسو پوهنځيوکې ټول (۸۲۶۰) تنه زده کړیالان په زده کړه بوخت دي چې له دې جملې څخه (۳۴۰) تنه ښځينه او (۷۹۲۰) تنه يې نارينه دي. همدارنګه په دوي کې (۶۷) تنه ښځينه او (۲۹۲۶) نارينه زده کړیالان په شپه ځای (ليليو) کې اوسيږي

اداري اړخ

په لنډه توګه په څلورګونو شپه ځایونو کې د زده کړیالانو حالت په لاندې توګه دی:

په مرکزي ليليه کې (۱۸۳۱) تنه همدارنګه (۴۰۷) تنو۶۵٪ نه دی بشپړکړی او(۱۰۷) تبديلي دي ، دښوونې اوروزنې په ليليه کې ( ۶۰۳)همدارنګه (۲۵۲) تنو۶۵٪ نه دی بشپړکړی او(۸) تنه تبديلي دي ،دطب پوهنځي په ليليه کې (۲۹۰) تنه چې (۳۶) اناث او(۲۵۶) نارينه دي . په کمپيوترسيانس کې (۲۰۲) تنه لیلیه دي .

همدارنګه ددې پوهنتون په بېلابېلوسرويسونوکې ددې منطقې ډېر ناروغان زمونږ دمجربواستاذانواوداکترانوله خوا تداوي اواباته اعاشه کيږي .

ددې پوهنتون اداري چارې دڅلورولويومديريتونو: دبشري منابعولوی مديريت ، دمحاسبې لوی مديريت ،خدماتو لوی مديريت ،دساتنې اوڅارنې لوی مديريت ،دليليې لوی مديريت ،داستاذانواومحصلانولوی مديريت په مخ وړي چې ددې ټول په سرکې دپوهنتون لوی ريس اودعلمی ،ادراې اومحصلانوچارودرې مرستيالان اویوولس دپوهنځيو ريسان واقع دي . چې علمي چارې علمی مرستيال ،اداري چارې اداري مرستيال اودمحصلانوچارې دمحصلانومرستيال ترسره کوي .

داپوهنتون ديوماسترپلان له مخې (۱۱۶) هکټاره ځمکه لري چې همدااوس (۴۵) هکټاره یې د پوهنتون په واک اونوره يې دځينولاملونوله مخې خلکونيولې ده .اوس پوهنتون يوستراتيژيک پلان لري چې ورپه کې ددې پوهنتون معرفي ،لېرې ليد،هدفونه ،نيمګړتياوي ،ظرفيتونه ،ګواښونه اوځينې نورمفاهيم ځای پرځای شوي دي

bottom of page