د خوشحال خان اثار
د پښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټک په داسې حالت کې نړۍ ته ستر گې وغړولې چې نورالدین جها نگیر د هند په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان ، د نیکه نوم یې یحی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو . دده د زېږېدنې کال له دغه شعر نه ښه معلو میږ ي
د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن وچې زه راغـلـم پـه جـهـان
زه خو شحال د شهباز خان یمچې تـورزن یم کـان په کـان
شهبـاز خان د یحی خــــان وچې بـل نه و هســــی ځـوان
یـحــی خـان د اکــــــوړی وچـې په تـوره و سلـــــطان
ماشومتوب
خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې گاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو .
ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی ، لکه چې وایې :
په شل کاله دیگ زما د شعر په اور بار شوپه دادور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي
ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو. کله چې د مغلو پاچا غوښتل ، چې له نوښار نه تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړی ، نو هغه و چې خلکو ملک اکوړه وروښود . ملک اکوړه د خپلو خپلوانو سره د خپگان په وجه له هغه ځایه ، یعنې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته راغلی وو او اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې دده په غاړه کړه . دا چې دی یو ښه سړی وو ، نو د اکبر پاچا پام يې یې ځان ته کړى او په ده باندې یې هم زیاته مهر باني وکړه او ده هم ژمنه وکړه چې دی او قبیله به یې د پاچا وفادار او خدمتگار وي . ددغې لاری مخصول به هم ملک اکوړه اخیست او په دغه ځای کې یې یو سرای اباد کړ چې د (اکوړې) په نوم یاد یږي .
دغه سرداري تر خوشال خانه پوری راورسیده یعنی ، د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دبښتنولی احسا س پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ، لکه چې وایې :
د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما وکه اخته نه وایې د ښکار په اشتغال
یا :
خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دامینېچې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې
د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو
ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یانې په (۷۸) کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل ، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کیږی او دده له اثارو نه به استفاده کيږي . دده د اثارو په اړه ځنې پوهان وایې : چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي ، خو یو نامتو ختیځ پوه مسټر راورټي دده اثار تر (۲۵۰) زیات ښودلي دي .
خوشال نه یوازې په پښتو ژبه باندې شعر ویلی ، بلکې په فارسي ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي . د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود . موږ مخکې وویل ، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي چې مشهور یې دادي:
-
کلیات چې نږدې (۴۰) زره بیتونه لري .
-
فضل نامه : یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي .
-
بازنامه : د ښکار په اړه بحث کوي .
-
صحت البدن : یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي .
-
اخلاق نامه .
-
سوات نامه : یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات ، او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده .
-
دستارنامه : د دستار او لو نگۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي .
-
فرخ نامه : د تورې او قلم بحث دی .
-
فراقنامه : د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي .
-
اینه : د فقهې کتاب دی .
-
بیاض : د نثر کتاب دی .
-
زنځیری : د لیکدود په اړه دی .
-
تفسیر سوره یوسف .
-
د پښتنو تاریخ : یو ورک اثر دی .
-
د خوشال رباعیات .
-
عیار دانش: د فارسي نه ژباړه ده .
-
هدایه : له عربي نه ژباړل شوی دی .
دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي ، خو په سلگونو نور اثار یې ورک شوي دي .
د خوشال خان د اثارو بېلابېل اړخونه
دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننگیالی پښتون وو ، خو د فرهنگ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوگه بل فرهنگیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنگیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنگینو او ناسازگارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې :
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړد خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ
خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنگي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :
-
د خان منظم اثار
-
د خان منثور اثار
خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :
په شل کاله دیگ د شعر زما په اور بار شو
په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی
خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :
عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا
چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا

خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي