top of page

کابل پوهنتون

د كابل پوهنتون د افغانستان په پلازمينه کابل كي يو له سترو پوهنتونونو څخه دی چې لمړی ځل يې ۱۹۳۱ زيږديز كال كې د بنسټ ډبره كيښودل شوه او په ۱۹۳۲ زيږديزكال كي په رسمي ډول پرانستل شو. د كابل پوهنتون اوسمهال ۷۰۰۰ كسه زده كونكي يا محصلين لري چي ۱۷۰۰ كسه يي ښځينه زده كونكي دي.

كابل پوهنتون اوسمهال ۱۴ پوهنځيه لري چي کرهڼه, وټپوهنه, فارميسي, اسلامي زده كړي, قانون, ژبي او ادبيات, پوهنه, انجينري, خبريالي, وترنري, ټولنيزې  پوهنې, ساپوهنه, جيو ساينس او ښكلي هنرونه

مخينه

د كابل پوهنتون په ۱۹۳۱ زيږديز كال د محمد ظاهر شاه د واكمني په وخت او د لومړ وزير محمد هاشم خان په پاملرنه تاسيس شو او يو كال وروسته د ټول افغانستان څخه زده کړيالان په دي پوهنتون كي شامل شول او وروسته د فرانسه ، جرمني ، روسيه او د امريكا متحده ايالاتو په مرستي او پاملرنې سره دا پوهنتون په آسيا كي بي سارې وو.

په ۱۹۶۰ م كال كي بهرني تعليمي بورسونه ددي لامل شول چي نوي نسل د نويو سوچونو لكه كمونيزم فيمينيزم او پانګواکی سره اشنا شې. چي په دي وخت کې زده ګړيالان د ځينو كسانو لكه احمد شاه مسعود ،ګلبدين حکمتيار ، داكتر فيض احمد او سيدال سخندان تر اغيز لاندي راغلل. او ځينو بيلانو ډلو لكه خلقيان, پرچميان, شوليان, اخوانيان او نورو نفوذ وكړ.

د اخوانيانو او شوليانو تر منځ د خپلمنځي شخړو په ترڅ کې د سيدال خندان یو شاعر په ۱۹۷۰ زېږديز کال کې د ګلبدين حکمتيار لخوا ووژل شو. سيدال د یوې لفظي شخړې په ترڅ کې ګلبدين لمړۍ دی بهر راوکښه او بيا یې په ډزو ويشته. [1]

د افغانستان د خلکو د دموکراټیک ګوند د واکمني پرمهال د کابل پوهنتون خپل ډير ښونکي او کارکونکي لا لاسه ورکړل. له هغه وروسته د نوموړي ګوند راپرځيدو سره سم او په ۱۹۹۲ کال کې د لس کلنې نارامی او کورنۍ جګړي پرمهال دې پوهنتون ته ډير  زیانونه واوښتل او ډېرې پوهنځۍ ګانې له منځه ولاړې

د کابل پوهنتون پوهنځي

دانجینری پوهنځی

د اقتصاد پوهنځی

د کرهڼې او مالدارۍ پوهنځی

د ځمکپیژندنی پوهنځی

دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځی

د فارمسی پوهنځی

دساینس پوهنځی

دژورنالیزم پوهنځی

د ټولنیزو علومو پوهنځی

د وترنرۍ پوهنځی

د شرعیاتو پوهنځی

د ادبیاتو پوهنځی

bottom of page