ښاغلی امير حمزه شينواری د پښتو ژبي په اوسنيو ليکوالو کې پوخ ليکوال او په اوسنيو شاعرانو کې نازکخياله شاعر دﺉ. د ده تغزلي تشبيخات او استعارات ډېر خواږه دي او له همدې سببه د پېښور د سيمي شاعرانو او اديبانو ده ته دغزل د استاد لقب ورکړی دﺉ. ماڅو کاله پخوا له ده څخه د ده سوانح غوښتې وه. ده خپله ماته داسي ليکلي و:
" زما نوم امیر حمزه او کنیت ابوالمراد دﺉ. د پلار نامه مي ملک باز میر خان دﺉ په (لواړګي) کې په ۱۹۰۷ ع پيداشوم...
دشپږو کالو په عمر کې د لواړکې په مدرسه کې داخل کړ شوم. داتو کالو په عمر کې د دارالعلوم اسلامیه پېښور په مدرسه کې داخل شوم. د وړوکوالي نه زما طبیعت دسبق سره جوړ نه و او ما به دتعلیم نه ګرېز کاوه. په پنځم جماعت کې زما شاعرانه فطرت غزونه وکړه. او ما د شاعرۍ بسم الله په اردو ژبه وکړه. مولانای محترم حضرت عبدالقادر صاحب به ماته اصلاح راکوله د نهم جماعت نه پس ځما آزاد فطرت دهر یو قید زنځیرونه وشلول او ماتعلیم ته په مخه دي ښه وویل. پلار مي یو مالدار او ملک او سرکاری ټېکه دارو. دمعاش دغم نه وزګار وم په اردو ژبه به مي افسانې او غزلي لیکلې اوهم دغه وجه وه. چې ما داسبابو په دې دنیاکې یو کسب هم زده نه کړی شو. په ۱۹۳۰ ع کې ځماوالد وقات وموند او ځمونږ په خاندان کی دابتلا وریځو غونډه وکړه.
هم دغه کال وچې زه د تصوف دنیا ته مایل شوم. په ۱۹۳۳ ع کې ماته خپل شیخ سید عبدالستار صاحب چشتي هدایت وکړ. چې داردو ادب په ځای دخپلي مورنۍ ژبي پښتو ادب ته توجه وکړم. ځکه چې دهغوی په خیال ما پخپله ژبه ظلم کاوه. دهغوی دارشاد څه داسي اثر و چې ځما ذهن په معجزانه طور د اردو ادب دګلانو ډکه لمن څنډ وهله او د خپلي ژبي اغزن ماحول ته یې غېږ پرانسته. ځما د وړمبي غزل مطلع داو:
رېږدي دمستی نه ساغر،وجد پیمانه کوي
داساقي ګلرخ چې نظر دوی ته جانانه کوي
د ۱۹۴۱ ع په آخر کې زه د پښتو لیلی مجنو دسندرو او مکالمو لیکلو دپاره د بمبیی یوې فلمي کمپنۍ وبللم. په دغو ورځو کې ځما دشاعرۍ ټول روع دغزل په شکل کې څرګند شوی و او دخپل مخصوص زنګ په وجه ماته د خپل وطن ښاغلو شاعرانو د غزل استاد ویل او ما دپېښور راډیو دپاره ډېري ډرامې اونظمونه الیکلي وو. د دې نه پخوا ماپه ۱۹۳۷ع کې د تصوف په حقله یو کتاب (تجلیات محمدیه) هم لیکلی و. چې هغه طبع شوی و او هم په دې کال ما دپېښور یوه مجله (رڼا) جاري کړېده.
د ۱۹۳۰ نه زه په یوه دماغي مرض مبتلا یم دغه وجه ده چې ځما آثار ډېر کم دي بیا هم ځما د موجړده اشعارو تعداد به دشلو زرونه کم نه وي..... ".
ښاغلی دوست محمد کامل چې د پښتونستان یو محقق او مدقق لیکونکی دﺉ په هغه تقریظ کې چې دحمزه صاحب د (غزوني) پرکتاب یې لیکلی دﺉ (دحمزه شخصیت اوفن) تر عنوان لاندي دی داسي معرفي کوي:
"د یو طالب علم دپاره په یو ذهني اثر چې پهکتابي شکل کې دخلکو په مخ کې راتلونکی وي دپېش لفظ یامقدمې په طور څه لیکل په حقیقت کې ډېر ګران کار دﺉ.
هغه د مصنف یا مؤلف د شعوري یاتحت الشعوري توقعاتو او خپلو طالب علمانه فرایضو داحساس له کبله د (ګویم مشکل وګرنه ګویم مشکل) په مشکل کې وي. خوهر کله چې قاعدې مستثنیات لري نو داسي لیکوال شته چې هغوی پېش لفظ یامقدمه لیکونکی په دغه ګرانه کې دنښتونه وژغوري او زه په ډېر اعمتاد ځان د دې وینا وړګڼم چې ښاغلی امیر حمزه خان شنواری د دغي پايې دلیکوالو ځني یو دﺉ. او بیا زه د پښتو ادب د یو طالب علم په حیثیت داخپله خوش قسمتي او دویاړ پنګه شمېرم چې کومه کسانو ته هغوی دخپل کلام په مجموعې (چې لویه برخه پکښی دغزلونو ده) دپېش لفظ اومقدمې لیکلو دپاره وویل په هغو کې یوه زه هم یم.
هسي خو زه له ښاغلي حمزه او دهغوی له عملي او ادبي مقام له ډېري مودې واقف یم خو په تېرو پنځو شپږو کالو کې چې دهغوی دصدارت او هدایت لاندي ما د (اولسي ادبي جرګې)پېښور د سکرترتوب فرایض ادا کړي دي ماته دهغوی ذهني آثارو دمطالبېنه علاوه د ډېر نژدې نه دهغوی دلیدلو کتلو ډېري موقعې حاصلي او ورسره مي ډېر مجلس او ذاتي علمي او ادبي صحبتونه او مذاکرې هم شوي دي. ښاغلی حمزه دیو خوږمن زړه او فکرمن دماغ څښتن دﺉ، او سره د دې دولته ورله خدای یو روڼ تخیل او شګفته مزاج هم بخښلی دﺉ، ډېرو کسانو به دفلسفې. ساینس او فنونو کتابونه دښاغلي حمزه نه زیات لوستي وی. خو ترڅو چې زما دعلم او تجربېتعلق دﺉ داسي کسان ډېر لږ دي چې ژوند او کاینات طرف ته یې مخ دومره فلسفیانه او ساینسي دﺉ لکه دښاغلي حمزه او په ښکلا او ښایست دومره مین لکه هغه د ښاغلي حمزه دلوړ او سپېخلي شخصیت دغه خصوصیات دهغوی په علمي او ادبي آثارو کې جوت اوځلان دﺉ. او له دې کبله دهغوی ذهني تخلیقات عام طور سره دحقیقت، واقعیت او حسن رښتیاو کېدون او ښایست. یا په نورو تورو کې دفکر اوفن دېري رویداري او ښکلي نمونې دي او په دې وجه هغوی زموږ دماضي وحال دعظیمو کسانو په علمي او ادبي مجلس کې ډیر او چت مقام لري چې د پښتو ادب په لوی او شاندار مستقبل کې هم که خدای کایقینآ محفوظ دﺉ.
ښاغلی حمزه د ادب په دواړو ټوکونو نظم اونثر او دهغو په ډیر و بر خوکې ښه او پوخ لاس لري. خو دهغوی شعریت او خاص طور سره تغزل په نورو رجحاناتو غالب دﺉ([1][1])".
ښاغلی طاوس شینواری دحمزه صاحب داسي ستاینه لیکلې ده:
"... حمزه نقاش فطرت او دخپل وخت حافظ شیرازي دﺉ. ښه لیکونکی او ډېر ښه غزلګوی دﺉ.د غزل لمن یې دومره ارته کړېده جي دهر رنګ ژوند مسر تونه او خوشحالی پکې شته. او دهر لوستونکی دطبیعت برابر سامان لري. داسي نوي نوي ګلونه یې کرلي دي چې ښایست یې دایمي خوشحالي ده.د حمزه شعرونه هغه قیمتي لعلونه دي جي تراشل نه غواړي. هغه ښایست ناوې چې دسیګار محتاجه نه وي. هغه می ناب چې نشه یې ابدي وي. او یوه نوې مسحور کن فضا پیدا کوي. هغه ځلېدونکې ستوري دي چې په آسمان د ادب کې دبدبې او دجلال جلوه کوي...
حمزه یو کامیاب شاعر دﺉ. او په اصلي معنو کې شاعرانه زړه او دماغ لري. د ده د شاعرۍ خپل رنګ دﺉ او چستي ساده ګي یې پهکلام کې نوی روح اوچولۍ اوهم دغه وجه ده چې کلام کېیې جاذبیت او خوند دﺉ....
حمزه د دنیا لوړو ژورو نه. بهار وخزان نه. د دنیا دماتي ګوډي نه بې نیازه دﺉ او د طوفان په غېږ کې هم ډیر سکون. حوصلې او اېمینان سره اوسي. دقسمت په کړو شاکر او صابر دﺉ. او غم د ده په شونډو موسکې موسکی کېږي. لکه چې وایی:
سرود وحدت یم په بهار خزان مي څه شي
ما چې دهر څه نه کړه لمن راټوله ځان ته
چست بند شونه، نفاست جاذبیت دحمزه د شعرونو روح دﺉ او طرز اداد یې ډېر قابل داد ده، وایي چې:
کوڅه که ستا له لېونو ډکه ده دلته صحرا د بړبوکو ډکه ده
ستا دمینا په دې زبېرګو ساقي ! چې مي پیاله داسوېلو ډکه ده
خلاصه به ستا په یو خندا شي آشنا که افسانه مي دسلګو ډکه ده
چې هره لاره آشنا ستا لاره ده
ستاکومه لار دغلچکو ډکه ده؟
حمزه ځیني نامانوسه الفاظ پخپل کلام کې په ډېر ترتیب، حسن او فاتحانه انداز سره استعمال کړي دي چې په بیا بیا لوستلو سره یې په غرور کې! کېږي او دغه د حمزه د کلام دټولو نه لویه خوبي ده او په کلام کې یې داسي سوز، شېریني او خاموشه رواني ده چې زړه ته تسکین، روح ته لذت او دماغ ته مسرت او تازه ګي ورکوي ([1][2])".
ښاغلی فاروق شینواری دښاغلي حمزه دافکارو قومي او ملي خو اڅېړلې ده او داسي لیکې: "... دحمزه په رنګینه او فلسفیانه شاعرۍ کې که هر څو دتغزل رنګ غالب او دتصوف پرتوزیات دﺉ ولي هغه بیا هم د بې غرضه لو د تعصب نه پاک قومیت د ډېر ژور او عمیق طرز او انداز نه خالي نه ده او په ډېر دقیق او باریک بیان یې دقوم د خودۍ او حمیت او مروت نه ډکه نفسیاتي او احساسي نقشه راښکلې ده او هیڅکله یې په زړه کې دقوم د احساس کمترۍ او پست ذهنی خیال ته ځای نه دﺉورکړی او په هر حالت کې دملت د اولوالعزمۍ او لوړ همتۍ نه ناامیده نه دﺉ:
ماکوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټټېده
شاید په الفت کې هم افغان پاتي کېدم ([1][3]).
ښاغلی فاروق دحمزه صاحب ځیني نور بیتونه هم دهغه دقومیت دوستۍ دشواهدو په توګه ترتبصرې لاندي نیولي دي چې دلته یوازي هغه بیتونه رانقلوو:
داسرکوزي پښتونه عشقه ولي؟ ستا دزلمو هغه پګړۍ څه شوې؟
حمزه سفر که دحجاز وي نو هم زه د پښتون دقافلې سره ځم
ماحمزه ته پیژني باده خاونده په ښاغلې پیمانه کې دافغان را
وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته د پښتو سره ځم
ستا د تر خو په داعلاج وي چې په کور درشم
ننګ دپښتنو به دي مېلمه ته کړي خوږې سترګي
ماوې چې دا او ده قام به زما په چیغو ویښ شي
معلومه شوه ماږغ کړو خو بو لو ته په خوب کې
ته تر ډېره لکه بزې و څرېدلې
راشه اوس خو دي ځان وپېژنه شپون شه
بل ځای خپل افغانیت داسي څرګندوي:
شک نشته هیڅ په دې کې مسلمان یمه زه
دلواړګي باشنده یمه ښه ځوان یمه زه
هرګز به فنانه کړمه قامي امتیاز
ژوندون به مي په دې وي چې افغان یمه زه
ښاغلی همېش خلیل هم پخپل کتاب (پښتانه لیکوال) کې د ښاغلي حمزه داسي ستاینه کړېده:
" دغزل بادشاه. د تخلیقي فطرت او خداداد فطانت مالک. چې په ادب، تاریخ، اجتماعیاتو، فلسفه او اخلاقیاتو ښه عبور لري، چې دتصوف په عارفانه رموزو پوه او دموسیقی علم نه هم واقف دﺉ. دا حمزه شینواری دﺉ د چا په شاعري کې چې د قدماوو متانت، پختګي او د متاخرینو خیال آفرینۍ او نزاکت مضمون را یو ځای شوي دي او په دغه سبب د حمزه صاحب شاعرۍ دقدماوو او متاخرینو شریکه پوله ګڼم.
دحمزه صاحب په شاعرۍ دفني پختګۍ او شاعرانه تلازماتو د ښکلا او خوبونه پس دتصوف او تغزل رنګ ډېر غالب دﺉ او د دې وجه کېدی شي چې غالبآ دسید عبدالستار شاه صاحب مرحوم دمجلس تاثیردﺉ. دغه شان په اشعارو یې دقومي احساساتو، اخلاقیاتو، ننګ، پښتو، غیرت او پښتونولۍ رنګ هم پوخ او شوخ دﺉ، غزل نه علاوه نظم کې هم تخلیقي افکار لري، عام طور دخپلي فلسفیانه شاعرۍ دپاره یې رباعي او غزل دواړه داظهار ذریعه ګرځولي دي، نظم نه علاوه حمزه صاحب دپښتو نثر کې هم لاس لري، لیکن دهغوی شعریت او په تېره تېره تغزل په نورو رجحاناتو نسبتآ زیات غالب دﺉ....([1][4])".
په دې ډول د پېښور د نورو شاعرانو او لیکوالو لکه ښاغلي قلندر مومند، ښاغلی صنوبر حسین او نورو هم دحمزه صاحب پر کلام او شاعرۍ ښې ښې تبصرې کړي دي. خو کوم امتیاز چې د ټولو په اتفاق دښاغلي حمزه په شعر کې لیده سي هغه د ده دتغزلي فکر پوخوالی او ابتکار دﺉ. چې له همدې کبله په غزل ویلو کې ورته داستادۍ خطاب ورکړه سوی دﺉ. خو یوازي د (لار) مجلې په تنقیدي لمبر کې چې د ۱۹۵۸ ع کال د اګست او ستمبر ګڼه ۵۵ ښاغلی عبدالرحیم مجذوب د (فیض او غزل) تر عنوان لاندي دحمزه صاحب دتغزل داسي تنقیدي یادونه کوي:
"فیض زما د خوښي شاعر نه دﺉ، ځکه چې دۍ نظم نه لیکې، خو ترڅو چې دغزل تعلیق دﺉ په پښتو کې یې ما هیڅوک مخي نه دﺉ کتلی، دشلمي صدۍ په ړومبي ړومبي سر کې شاید حمزه و. چې دغزل دپاره یې په زاړه خان غزوني وکړه. دخپل غزل ناوي ته یې د نوو بحرونو جامې ور واغوستې او نادرو قافیو ګېڼه یې ور پوري کړه. خو هر کله چې د ذوق خاوند داناوې برمنډه کړه نو دا هغه کونډه وه چې په فارسي کې یې ډېر خاوندان ښخ کړي وه او پښتونخوا ته راغلې وه.
په قدم قدم به یې ځانته آیینه نیوله او نوي نوي سینګار به یې کولو. یوازي حمزه نه و. چې دې کونډي پسي یې خپلي پښتني اوښکې توی کړې او داسوېلو جرګې یې ورته کښېنولې بلکې دشینوارو څو ځلمو هم ورپسې ځانونه بړبوکې کړل او دمیني زولنې یې وشرنګولې. حمزه بوډا و هغه نه دﺉ ملامت، خو د شینوارو ځلمو سره دخپلو ځوانو جذبو او کلکو اعصابو باوجود دهغي کونډي په مینه کې زولنې شرنګول لېونتوب معلومېږي....([1][5]) ".
ښاغلی حمزه بر سېره پر شعر پهنثر کې هم ښې افسانې او ډرامې لیکلي دي. چې یوه ډرامه یې دلیلی او مجنون په نامه چې په ۱۹۱۴ع کال د رفیق غزنوي په غوښتنه لیکلې او په فلمي صورت هم ښودل سوې ده چې د پښتو ژبي لومړی فلم باله سي او ځیني نور مستقل تالیفات هم لري چې هغه دادي:
1. دزړه آواز: نعتیه منظوم کلام دﺉ چې طبع سوی.
2. سفرنامه : دکابل دسیاحت منظوم حالات دي، چې په ۱۹۴۸ کال یې نظم کړي خو چاپ سوي نه دي.
3. نوی پښتون : د سفرنامې په شکل لیکل سوی چې خپل دکابل دسفر یاداښتونه یې غونډ کړي او چاپ سوي هم دي.
4. نوي څپې : چاپ سوی ناول دﺉ.
5. غزوني : دغزلو مجموعه ده. چې په ۱۹۵۶ ع کال چاپ سوې ده.
6. دکارل مارکس اصول دعقل په نظر کې : لا چاپ سوی نه دی.
7. سوانح : دا دحمزه صاحب خپله بشپړه سوانح عمري ده خو چاپ سوې نه ده.
8. تجلیات : تصوفي منثور کتاب دﺉ چې چاپ سوی دﺉ.
9. تذکره الستاریه : داهم تصوفي منثور کتاب دﺉ خو لا چاپ سوی نه دﺉ.
10. دلیلی او مجنون ډرامه : چې دفلم په صورت ښودل سوې ده.
11. لیکلي سوي خطونه : چاپ نه دي.
12. ژوند : چاپ سوی دﺉ.
13. د خوشحال بابا یو شعر : چاپ سوی دﺉ ([1][6]).
د ښاغلي حمزه دنثر نمونه:
ښاغلي حمزه لکه څنګه چې په شعر او غزل کې استاد دﺉ په نثر کې هم پوخ قلم لري.
چې ډېري زیاتي مقالې. ډرامې، افسانې او رسالې یې د پښتونستان په اخبارونو اوځانله دکتاب په شکل چاپ سوي دي. دلته یې د ادبي نثر یوه نمونه د ۱۹۶۰ ع کال د جون دمیاشتي د (حمهوریت) له اووه ورځني اخبار څخه رانقلوو:
زه بې پته نه یم
که هر څه ووایې خو زه بې پته نه یم.
جوړ ته مي پښتون نه ګڼې.
ماته غیوره پښتنه ښکارې. داخبره خو ستا دخولې نه. نه ښکاري. او دا د چا اثر درباندي شوی دﺉ؟ زما میني! زه بې پته نه یم.
زما میني ! زما خو دومره قصور دﺉ چې تاته مي هغه پخوانی وعده دریاده کړېده.
هلته ته پښتنه وې. او چې پېغلتوب دي د ټولو مستو او رنګینو سره راغی نو سترګي دي بدي کړې.
ستا دپښتنولی هغه جذبه پر وسږنۍ څه شوه؟
د بې پتی اثر اتو دي په احساس قبضه وکړه. اوس که تازه دهغه جدبې د وجي بې پته وګڼم او بې پته درته ووایم نو بیا ځان ته په کومه خوله پتي وایم؟ ځکه خو زه وایم چې زه بې پته نه یم.
ماخو دا ویل چې پښتنې جونه ساده او د سپین زړه خاوندي وي خو زه مجبور شوم چې خپله دانظریه بدله کړم . خصوصآ ستا په حق کې.
خپه کېږې به نه خوږې پښتنې!
ستا په شان ډېرو پښتنو جونو خپل تهذیب ته شا کړه. خپل قامي روایات یې هېر کړل. دپښتنو جوو هغه غټي غټي دحیا جامې ترکې کړې د دنداسي په ځای یې لپ سټک او پوډر غوره کړل. خپل فطري حسن یې په مغرپی نقلي نظر تنقید وکړو. خپله ژبه ورته د جاهلانو ښکاره شوه، دپښتنو تهذیب ورته خنجاړي ژاولي وبرېښېدو، او دمغرب دپېغلونقل ورته ښه ښکاره شو.
زه د پخواني تهذیب دلداده. په ږیره برېتومین. دهیټ په ځای د پګړۍ خواهشمند دڅادر او څپلو غوره کوونکی دسینما هال په ځای دجماعت مینه دار. که هر څو زه ووایم چې زه یې پته نه یم خو په کاڼي جوګه کله لګېدی شی؟
زه په خپل فطري کړه وړه او امتیازي رنګ کې تنقید او ترمیم کول دقانون نه خلاف ګڼم. زه دقدرت د دې منشاپه مطابق چې په دنیا کې به همېشه ډېر قامونه آباد وي او هر یو به په خپل معاشرت تهذیب او تمدن کې یو امتیازي رنګ لري پښتون اوسېدل غواړم. زما په پس منظر کې برېښۍدلي روایات موجود دي. که تا دپردي تهذیب چشمۍ له سترګو پورته کړې او دپښتون تهذیب په چشمو کې دي ماته نظر وکړو نو تاته به خپله غلطي معلومه شي...
ته به زما دمحبت جواب په محبت راکړې. داغیرت به دي خوښ شي، او ته به پوه شې چې داټول د خارجي اثر اتو وجه ده. بیا به ته ما بې پته نه ګڼې او زه به په هسکه غړۍ ویلی شم، چې
زه بې پته نه یم!!!
دحمزه صاحب دشعر نمونې:
راځه
فطرت کړي ګل ته غږ چې داغزو سره راځه بلبل شه اشارت چې دنغمو سره راځه
آشنا راته موسکی شو دامیده نن خلاف اې غریبه ! دزغمناکو اسوېلو سره راځه
جیران مه شه نن اوښکې چې بې واره تویوم هم دا خو تاویل چې دجرګو سره راځه
اې عشقه! سرکوزي دحد په هور ته دي هوس پښتون یم دغیرت او دپښتو سره راځه
کاروان د سپرلي راغی جنس یې راوړ دجمال اې شوقه ! دنظر دغلچکو سره راځه
رویباره! راه ستایې که بیا زلفي دآشنا دخولې نه دي قربان د زولنوسره راځه
واپس په ښکته لاړه یوګنېدلی اسوېلی اوس وار دي شو ارمانه! دسلګو سره راځه
اوس وخت شو دګلانو ځه زاهه یې رخصت بیا تېر چې پسرلی شي دتوبو سره راځه
اې باده دآشناراته به ته ښکارې آشنا لیکن دهغو تېرو زمانو سره راځه
پرېوتی پرې نظر دهغو شوخو سترګو دﺉ
حمزه ته که راځې دسپېلنو سره راځه
څوک یم ؟
دا زه یم چې اخته په آه و شور یم د وحشت دلېونتوب د مستی کوریم
تصور دخورو زلفو مي آشنا شو خو چې ورځ یې دمخ نه وینم شبکور یم
چې تصویره حیرانۍ یې په دیدن شوم ګوره اوس له هري ډډي ستا په لور یم
هغه بوی یم د وفا بلا دي واخلم چې شانه په تررو زلفو کښېږدي خوریم
دوصال اوبو دي او دهجران سوړکړ
ماحمزه په مړو حساب مه کړه که سکور یم
څه شم؟
زړه دي بد شي سم چې تاته په کاته شم چې درنه شم وایي څه شو وایه څه شم
جکې جکې که مي ته په زړه کې زړه شې درېغه درېغه چې دي زه په زړه کې خوله شم
څو مره زه یم یاره ستا د دیدن تږی چې دي مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم
هېروونکې! بیا به وایې څه مي ورک و لکه یاد کله درپېښ چې ستا په زړه شم
څه خبري مي په زړه وې خو سلګۍ شي طوفاني سترګوته ستا چې په کاته شم
زلفي پرانیزه پرېشان یم د شوګیرنه په دې ګڼ سوري چې جمع زړه او ده شم
شمع رویه چې رقیب ته په خندا شي لکه دود دي دمحفل نه په واته شم
شور او زوږ مي حوصله دلوی منزل شي ګني یم دهمت زانڼی چې په تله شم
حبش خال یې دمحراب ورو ځو امام دﺉ
حمزه نیت کړه که واهه او که باښه شم
ځم
تل به په لاړه مېړنو سره ځم یمه پښتون د پښتنو سره ځم
دملیت نمره د پرخي په څېر ستا ددې شو خو پلوشو سره ځم
دا چې خرد هم په ملت خار وي زه دهم داسي لېونو سره ځم
پام کوه زه هغه نظر نه یمه چې به په دود سپېلنو سره ځم
وایي اغیار چې د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته د پښتو سره ځم
راستنېدی چې نشي وخت خو له یم خو د حالت دتقاضو سره ځم
کړمه جهان چې دپښتون ځلمی دخپلو پېغلو حوصلو سره ځم
وړم مستقبل ته دماضي روایات زه د خپل حال دولولو سره ځم
څو چې راغونډ په یو مرکز یې نکړم هري تپې ته د جرګو سره ځم
حمزه سفر که د حجاز وي نوهم
زه د پښتون دقافلو سره ځم
نننی پښتون
څو چې پېش وم هو مره پس یم ناپوره غوندي هوس یم
په هر چا مي چې لاس رسي زه د ښمن دهغه کس یم
وسله نشته خو پښتون یم اکې یو د زرو بس یم
غوښه بویه که د وروروي څه په ورور چې موړ په نس یم
بس د یو پړي کمی دﺉ دکاروان تیار جرس یم
زه یم کم په خرڅ دچا نه دهر چا نه یو په لس یم
اور به بل کړم په کفارو خیر که اوس یې د پښو خس یم
قام مي مړ دﺉ مو ده و شوه زه اجل پکې نفس یم
غلامی کې آموخته شوم دپخوا نه په قفس یم
زه که غلا کوم خو زه یم ولي لورو ته عسس یم
زه د مړې شمعي پتنګ یم په سر له یم په تش ټس یم
کړم حرصګو ته اندېشه منګول مروړ مه مګس یم
تل مي لافي دسبقت وې که هر څو له ټولو پس یم
پروت اغیارو ته په پښو کې
دخپل ورور دسترګو خس یم
دغزوني دکتاب مقدمه ۲۱-۲۲ مخونه
دغزنوني مقدمه ۴ مخ.
دغزوني مقدمه ۱۰ مخ.
[]پښتانه لیکوال ۱۲۶مخ
[5][5]ارواښاد حمزه شینواری د ۱۳۷۲ ش کال د دلو پر ۲۹ مه د ۸۷ کلونو په عمر وفات او د دلو پر دېرشمه دخیبر درې پخپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل سو. (افغانستان مجله، دافغان اطلاعاتي مرګز خپرونه، لومړی کال- لومړۍ ګڼه. ۱۳۷۳ش) علامه رشاد مرحوم پخپل یادښت کي دحمزه شینواري دمړیني تاریخ د ۱۳۷۲ ش کال د حوت دوهمه لیکلې ده.
[6][6]د ارواښاد حمزه شینواري هغه وروستي چاپي آثار چې ما (روهیال) ته معلوم دي: (1) ارمغان حجاز (ترجمه) – 1964 ع . (۲) انسان او خدای (دجعفر اڅکزي په مرسته) – ۱۹۷۶ش. (۳) تسحیر دکاینات . (۴) جاوید نامه (ترجمه). (۵) دحجاز پر لور (سفرنامه)-۱۹۷۰ع . (۶) د خیبر وږمې (څلوریځي)- ۱۳۴۷ش کابل. (۷) ژور فکرونه. (۸) نوی پښتون (دکابل سفرنامه) – ۱۳۵۸. (۹) دحمزه کلیات- ۱۹۹۳. (۱۰) یون (شعرونه) تدوین او سریزه زرین انځور – ۱۳۶۶ ش . کابل. (۱۱) دغزل په اننګو کي (متنخب) تدوین او سریزه زرین انځور – ۱۳۶۴ش. کابل.(۱۲) سپرلی په ایینه کي- ۱۹۸۶ع . (۱۳) انساني انا او پوهه. (۱۴) انا اور علم ( دانساني انا او پوهه ترجمه). دیوان عبدالرحمن (اردو کي درحمان بابا د دېوان منظومه ترجمه).
