د رغاند صیب د فیسبوک تړونی

2015-7-2 :تاریخ
د ارشاد رغاند لنډه پېژندنه
ارشاد رغاند د غلام سخي زوی نیږدې ۲۳ کاله وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې زېږیدلی،له لومړنیو کورنۍ دیني زده کړو وروسته په میاعمرلېسه کې شامل او په ۱۳۸۷ کې ترې فارغ شو
له ماشومتوبه یې له فرهنګي مسایلو سره مینه وه،ترممکنه حده یې مطبوعات او کتابونه تعقیبول،په لسم ټولګي کې یې عملاً فرهنګي هڅو ته مخه شوه،د لېسې د فرهنګي کمېټې او په ننګرهارکې پر ادبي هڅو بوخت وه او هغه مهال د (ځوان کلتوري خوځښت) ټولنې غړی شو. د وخت په تېریدو سره یې په لېسه کې د «ادب»په نوم یوه خپلواکه دیوالي جریده،چې یوازې فرهنګي مسایلو ته ځانګړې وه،تاسیس او چلوونکی یې شو
د سیمې په فرهنګي ټولنو،غونډو او له مشرانو فرهنګیانو سره یې په مخامخ ناستو کې زیاته ونډه لرله،لا له ښوونځي فارغ شوی نه و،چې د ځوان کلتوري خوځښت ټولنې د فرهنګي او علمي څانګو مسول او خپله د ننګرهار په کچه د اونیزو او نورو غونډو له سرکښو سمبالګرو او فعالانو څخه شو،هم مهاله یې له یو شمېر چاپي خپرونو سره همکاري کوله او لیکنې،ژباړې او شعرونه یې پکې خپریدل. همدا شان د ژورنالېزم لنډمهالې زده کړې یې کولې،له لېسې څخه ترفراغت وروسته یې په ننګرهارملي راډیو تلویزون کې د دندې له اخیستو سره ژورنالیستیکو دندو ته مخه شوه
هم مهاله یې د ننګرهار د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې زده کړې پیل کړې،چې د ځينو ستونزو له امله ترې څه موده نیمګړې هم پاتې شوې
رغاند څو کاله کیږي،چې په ژورنالیستیک ډګر کې بوخت دی،له نړۍ اونیزې،کلید راډیو،ژوندون تلویزون،صفا راډیو،سپوږمۍ راډیو،ننني افغانستان اونیزې،خدمتګار ورځپاڼې،یک تلویزون،انعکاس راډیو او یو شمېر نورو رسنیو سره پرمختلفو دندو کار کړی. په انلاین رسنیو او ورځپاڼو کې هم فعال و،د ځينو وېبپاڼو او ورځپاڼو همکار،لیکوال او د چلوونکې ډلې غړی و. د فرهنګي ټولنو په برخه کې هم زیات وخت فعال و،د ننګرهار ادبي بهیرد ویاند،ګذارشګر او د رهبرۍ شورا د غړي په توګه یې فرهنګي هڅې کړي
همدا شان په ننګرهارکې د جلالکوټ ادبي خوځښت په نامه فرهنګي ټولنه د ده او څوملګرو لخوا یې څه باندې څلورکاله مخکې تاسیس شوې،چې مشري یې تراوسه د ده په غاړه ده. رغاند شاعري کمه کړې،یوه ټولګه ناچاپه شاعري لري،د ژباړې په برخه کې یې څلورکتابونه(د مرکې ډولونه،نڅاګره(رومان)،لیبیا او قذافي او ټپي شوی ښار چې د لنډو کیسو ټولګه ده)چاپ شوي. له څو کلونو راهیسې رغاند پرروانو سیاسي او ټولنیزو حالاتو زیاتې لیکنې کوي،د کالمونو یو کتاب او څو ژباړې یې ناچاپ اثاردي. د دې ترڅنګ یې په لسګونه روزنیزو ژورنالیستکي ورکشاپونو،فرهنګي غونډو او مدني هڅو کې برخه لرلې. د دغو کارونو له امله وخت په وخت په دولتي او نادولتي بڼه په تقدیرنامو او هڅونو تقدیرشوی. رغاند اوس په ننګرهارکې دی اورسنیز او فرهنګي فعالیتونه کوي