راحمت ګل زیارمل د حاجي نېک محمد خان زوی په ۱۳۶۳ لمریز کال چې د ۱۹۸۵ ملادې کال سره سمون خوري زیږیدلی دی
د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی کورنۍ یې اوس مهال په ننګرهار ولایت کې ژوند کوي
خوست شېخ زاید پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي څخه په ۱۳۸۹ / ۲۰۱۰ کال فارغ او له يو څه وخت دندې وروسته اوس په هندوستان هیواد کې په همدې مسلک کې پر ماسټرې بوخت دی.
له دوه زرم کال راهیسې لیکوالي کوي،چې ډېر شعرونه، لنډې کیسې او تحلیلي مقالې یې لیکلي دي د پښتو ادبیاتو په اړه په کافي اندازه مطالعه لري او په ژورنالیستیکي ډګر کې د چاپي رسنیو سره په مختلفو برخو کې فعال هم پاتې شوی دی.
د دې ترڅنګ د ژوند خیریه ټولنې بنسټګر هم دی چې دا مهال له نورو ملګرو سره په ګډه د دغې ټولنې له لارې له اړمنو هېوادوالو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کوي، ناروغانو ته وینه راټولوي او ورکوي او بېلابېل نور خیریه کارونه کوي
دزیارمل صیب د فیسبوک تړونی
2015-7-7 :تاریخ
د راحمت ګل زیارمل لنډه پېژندنه
