top of page

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار پر١٣١٥ لمريز(١٩٣٧زېږيز) کال د  ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

 

پر ١٩٦٢ زېږيز كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې  د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .

له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنولوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .

له 1984 – 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 – 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

څېرمه چارې او دندې

1972 – 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .

1978 – 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .

1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .

1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .

1980 – 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .

له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .

علمي او ادبي هستونې

1 - علمي - څېړنې :  پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو شعر څنګه جوړېږي ؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى ( هممانيزونه ) ، پښتو سيندګى ( نويزونه ) ، انګرېزي - پښتو سيندګى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، د خوشال ادبي پښتو  ليکلارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه)  خپرونه.

2 - ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني) .

3 – ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او ګروهه ، د سبرونو نڅا ، ګلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانګې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپېيلې ( نثري ټولگه ) .

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ  شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوګه كړى دى .

پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې  ده .

bottom of page